د سوریې د یر الزور ښار په بشپړه توګه د حکومتي پوځیانو لاس ته ولوېد

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
الجزیرې تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د سوریې دیر الزور ښار په بشپړ ډول له قسد کُردي ځواکونو څخه تصفیه شوی دی.

دغه راز راپورونه وایي، چې د مشق حکومت ملاتړو قبایلي وسله والو د رقه ښار د “المشلب” ستراتیژیکې سیمې کنټرول هم په لاس کې اخیستی دی.

ورته مهال د قسد ملېشو قوماندان مظلوم عبدي دمشق ته رسیدلی ترڅو د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره وګوري. دا لیدنه به د امریکا د ځانګړي استازي ټام بارک په شتون کې ترسره شي.

نوموړي ویلي، چې د وضعیت ارامولو او د اوربند د دوام لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button