ټرمپ: له افغانستانه وتل شرموونکي و، د بګرام په څېر ستره اډه مو له لاسه ورکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل لا هم ورته د شرم وړ دي او د بګرام په څېر لوی پوځي ډګر یې تر اوسه له زړه نه دی وتلی.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو ته په لویه کچه وسلې او نور پوځي تجهیزات پرېښودل شول، چې د هغه په وینا «له شرم پرته بل څه نهشي کېدای».
ټرمپ ویلي، که دی ولسمشر وای، ښایي دا ډول وضعیت نه وای رامنځته شوی.
هغه یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر جو بایډن نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې له افغانستان څخه په شرموونکي ډول د وتلو مسؤلیت د بایډن پر غاړه دی.



