مالیې وزارت: د شعبان له ۲۱مې وروسته پاکستاني واردېدونکي درمل نه محصول کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د روانې شعبان المعظم میاشتې له ۲۱ مې نېټې وروسته به له پاکستانه واردېدونکي هېڅ ډول درمل په هېواد کې نه محصول کيږی.
دغه وزارت له ټولو پاکستاني درملو واردونکو سوداګرو غوښتي، چې تر راتلونکو ورځو پورې خپلې پاتې سوداګریزې چارې او حسابونه په بشپړ ډول تصفیه کړي.
مالیې وزارت ویلي، چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې اسلامي امارت واردونکو ته درې میاشتې مهلت ورکړی و، څو خپل مالي حسابونه تصفیه او د پاکستاني درملو واردات په مطلق ډول بند کړي. د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت له هدایت سره سم به د روانې سلواغې میاشتې له ۱۹مې نېټې وروسته په ټولو ګمرکونو کې له پاکستانه واردېدونکي درمل نه منل کېږي او سوداګرو ته سپارښتنه شوې چې تر ټاکلي مهلته خپلې معاملې بشپړې کړي.



