اسلام آباد کې د ایکو سازمان غونډه؛ افغان حکومت استازي پکې ګډون نه کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

اسلام‌اباد کې د ایکو سازمان په غونډه کې د اسلامي امارت پلاوی ګډون نه کوي.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې “کابل ټکی کام” ته ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ایکو سازمان د وزیرانو په لسمه غونډه کې ګډون ونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د رسمي بلنې سربیره د اسلامي امارت پلاوي  یاده غونډه کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

تر اوسه د دې پرېکړې د لاملونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button