د میدان وردګ او هرات ځینې لارې د واورو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د میدان وردګ ولایت د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د درنې واورې ورېدو له امله د جلریز، نرخ، سیداباد، چک، جغتو، دایمیرداد، حصه اول بهسود او مرکزي بهسود ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
د ریاست په وینا، هڅې روانې دي چې یادې لارې ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي، خو خلکو ته سپارښتنه شوې چې تر بل امر پورې په دغو لارو تګ راتګ ونکړي او د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسي.
د کابل، خوست، پکتیا او شاوخوا سیمو خلک هم له سفرونو ډډه وکړي، ځکه په تيرې کنډو او سرو کنډو کې د واورو د زیاتوالي له امله لارې بندې دي او د دغزني کوتل مسیر د تیرې شپې له یوې بجې راهیسې د واورو له امله بند شوی چې زرګونه مسافر پرې بند پاتې دي.
په هرات ولایت کې هم د هرات – تورغونډۍ مسیر اړوند د بقرچر بند ساحه د واورو او سړک ښویېدنې له امله یوازې د ځنځیر لرونکو واړو موټرو لپاره پرانیستې ده. له باروړونکو موټرو غوښتل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې په دې مسیر کې له سفر کولو ډډه وکړي.



