کندهار او نورستان کې د کورونو نړېدو له امله ۹ کوچنیان مړه شوي او څو کسان ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د کندهار ولایت د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي رئیس عبدالسلام عمري ویلي، چې د ډنډ ولسوالۍ په کرز سیمه کې یوه کور د تېز باد او طوفان له امله نړېدلی او په کې شپږ کوچنیان مړه شوي دي.

همداراز په معروف، سپين بولدک، شورابک، ريګستان، نيش، ميانشين، ښکته شاه ولي‌کوټ، لوړ شاه ولي‌کوټ او خاکريز ولسواليو کې واورې او باران مالي زیانونه اړولي دي.

په نورستان ولایت کې د منډول ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې د یوه کور چت د را لوېدو له کبله دوه نجونې او یو هلک مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو څخه یوه میرمن او یو هلک د درملنې لپاره د منډول روغتون ته انتقال شوي او وضعیت یې نازک دی.

مربوطه مطالب

Back to top button