د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۴۴۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۴۴۹ کډوالې کورنۍ، چې ۲۵۱۵ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې شوې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.

د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۰۸۹ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۵۷ تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۴۰ تنه، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۸۹ تنه او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۴۰ تنه هېواد ته داخل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د جمعې په ورځ ۶۴۶ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، ۴۴۶ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي، او ۵۹۴ کورنۍ، چې ۳۳۸۲ تنه یې غړي ول، د ترانسپورټ او لېږد کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي.

همداراز، راستنې شویو مهاجرینو ته روغتیايي، مخابراتي، غذايي او نورو اساسي خدماتو برابرول هم په پام کې ونیول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button