سپاه پاسداران اسرائیلو کې د هغو ځایونو نقشه خپره کړې چې لومړي اهداف ګڼل کېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران سپاه پاسداران انقلابي اسلامي ځواکونو ته نږدې رسنیو اسرائیلو کې د هغو «مشروع اهدافو» یوه نقشه خپره کړې ده چې لومړي اهداف ګڼل کېږي.

د سپاه اړوند رسنیو ویلي، چې د لنډ وخت په ترڅ کې به د ایران هایپرسونیک بالستیک توغندي د اسرائیلو سلو څخه زیاتې پوځي اډې، د تېلو تصفیه‌خانې، د موساد او شین بیت مرکزي دفترونه او د دغه هېواد د پوځي او استخباراتي وړتیاوو سلګونه نور اهداف په نښه کړي.

د یادو څرګندونو له مخې، ادعا کېږي چې دا اهداف د اسرائیلو شاوخوا ۸۰ سلنه ستراتیژیک توان جوړوي.

تر اوسه د اسرائیلو حکومت یا پوځ له‌خوا د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی؛ خو دا ګواښونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د سیمې وضعیت له سخت تاوتریخوالي سره مخ دی.

سیاسي شنونکي باور لري، چې د دې ډول څرګندونو دوام کولی شي په منځني ختیځ کې د کړکېچ کچه لا پسې لوړه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button