کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د ستر مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر “مولانا فضل الرحمن’ ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا غلامۍ ته سر ټیټ کړی؛ خو د هغه پای به د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په څېر وي.
مولانا فضل الرحمن دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي له پاکستاني ولس او اپوزیسیون ګوندونو غوښتنه کړې، چې غزې ته د پاکستاني پوځ د لېږلو مخه ونیسي.
نوموړي د فلسطیني مقاومتي حرکت حماس ستاینه کړې او شهباز شریف ته یې د پیغور په ډول ویلي، چې پر بهرنیو معاملو د تمرکز پر ځای دې د هېواد کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړې، چې حماس جګړه ګټلې او غزې ته د هر ډول بهرني ځواک ورتګ خطرناک دی، د هغه په وینا.که کوم بهرنی ځواک غزې ته ننوځي، نو ښایي حماس ورسره د اسرائیلو په څېر چلند وکړي.


















