عراقچي: د وروستیو لاریونونو پر مهال ۳ زره او ۱۱۷ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو پر مهال ټولټال ۳ زره او ۱۱۷ تنه وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، له دې شمېر څخه ۲ زره او ۴۲۷ تنه امنیتي ځواکونه او عام هېوادوال دي؛ خو ۶۹۰ تنه نور یې «ترهګر» بللي دي.

عراقچي همداراز ادعا کړې، چې د دغو لاریونونو په ترڅ کې سلګونه امبولانسونه او مسافر وړونکي بسونه، ۷۵۰ بانکونه، ۳۵۰ جوماتونه، ۲۰۰ ښوونځي، ۸۰۰ موټر، ۶۰۰ د ای‌ټي‌ایم ماشینونه او سلګونه دولتي ودانۍ تخریب شوې دي.

تر اوسه د دغو شمېرو په اړه د خپلواکو سرچینو له لوري څه نه دي ویل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button