ولسمشر ټرمپ: پاکستاني پوځ د حماس د بې وسلې کولو ډاډ راکړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ادعا کړې، چې د غزې په تړانګه کې د حماس د ځپلو په اړه د پاکستاني پوځ د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

ټرمپ ته منسوبو څرګندونو کې ویل شوي:
«موږ سره دا وعده شوې چې (پاکستانی پوځ) به حماس بې‌وسلې کړي. هغوی عربي هېواد نه دي؛ خو عربي سیمې ته نږدې دي او وعده یې کړې چې حماس به له منځه یوسي.»

تر اوسه د پاکستاني حکومت یا پوځ له لوري د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی او نه هم د امریکا د رسمي ادارو له‌خوا دا ادعا تایید شوې ده.

سیاسي شنونکي وایي، چې دا ډول څرګندونې په داسې حساس وخت کې د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی کولی شي؛ خو د عملي کېدو لپاره یې رسمي تایید ته اړتیا ده.

مربوطه مطالب

Back to top button