کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د ۲۱۷ عمري قول اردو او د ۲۱۵ عزم قول اردو د دوهم عبیده کنډک مجاهدینو په مشرۍ د تصفیوي او کشفي عملیاتو ترسره کړل.
دغه عملیات د خوست ولسوالۍ د بازارک په سیمه کې ترسره شوي او د وسلو او مهماتو ګڼ شمېر کشف او نیول شوي دي.
د نیول شوو وسلو په ډله کې ۶ میله کلاشینکوف، ۲ میله راکټ لانچر، ۲ دانې بلازن، ۱ میل پپشه، ۱ میل پيکا، د راکټ ۵۲ مرمۍ، د کلاشینکوف ۲۶۰۰ مرمۍ، د پيکا ۲۴۰۰ مرمۍ، ۴۳ د نارنجک مرمۍ، ۶۰ د ذکویک مرمۍ، ۴۷۰ د کار مولۍ مرمۍ او ۱ پایه مخابره شامل دي.
مسوولینو ویلي، چې یادې وسلې او مهمات به له قانوني اسنادو بشپړېدو وروسته د ثبت او بیتالمال اړوند ادارو ته وسپارل شي، ترڅو د قانوني چوکاټ له مخې تر کنټرول لاندې وساتل شي.


















