کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
ځینې پاکستاني باخبره سرچینې وایي، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې یو لوړپوړی پلاوی به ډېر ژر د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي، څو هلته له حماس اسلامي غورځنګ سره خبرې ترسره کړي.
د سرچینو په وینا، د دغه پلاوي د سفر له مهمو موخو څخه یوه دا ده چې حماس اسلامي غورځنګ ته ډاډ ورکړي، چې پاکستاني پوځ به د یاد غورځنګ د بېوسله کولو هېڅ ډول هڅه نه کوي.
همداراز ویل کېږي، د دغو خبرو پر مهال به غزې ته د پاکستاني پوځیانو د احتمالي لېږلو په اړه هم له حماس غورځنګ سره بحث وشي.
سرچینې زیاتوي، پاکستان به حماس ته دا ډاډ هم ورکوي چې که چېرې پاکستاني پوځیان غزې ته ولېږل شي، نو هلته به یې حضور یوازې د اوربند د څارنې په موخه وي، نه د پوځي عملیاتو لپاره.
تر اوسه پاکستاني چارواکو یا د حماس غورځنګ له لوري په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.
د ویلو ده، چې پاکستان په رسمي توګه ټرمپ د سولې پلان کې ګډون کړی؛ خو په کور دننه پاکستاني حکومت او پوځ باندې د اپوزیسیون ګوندونو او ولس له لوري ورځ تر بلې فشار په ډیرېدو ده اپوزیسیون ګوندونو او پاکستاني ولس غزې ته د پوځ لېږلو سره مخالفت ښودلی ده.


















