د زده‌کړو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې ۱۳ میلیونه نجونې او هلکان په زده‌کړو بوخت دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې یاد وزارت هڅه کوي ټول هېواد کې ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.
ښاغلي حمزه وویل، چې اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۳ میلیونه زده‌کوونکي په ښوونځیو او مدرسو کې زده‌کړو ته لاسرسی لري، چې له دې ډلې شاوخوا ۷ میلیونه ۵۳۳ زره هلکان او ۵ میلیونه ۳۹۱ زره انجونې دي.
هغه زیاته کړه، چې تېرو څلورو کلونو کې تر ۳۵۰۰ زیات ښوونځي او مدرسې ترمیم او بیارغول شوي، او تر ۱۳۰۰ زیات ښوونځیو او مدرسو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي، څو د زده‌کړو چاپیریال لا ښه او خوندي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button