کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي څرګندونې د داووس په نړیوال اقتصادي فورم کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له توند غبرګون سره مخ شوې دي.
عباس عراقچي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې زېلنسکي تورن کړی، چې د لوېدیځو هېوادونو پر مالي سرچینو تکیه کوي؛ خو په ورته وخت کې د امریکا لهخوا د ایران پر ضد د پوځي اقدام ملاتړ کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د خپل ځان د دفاع بشپړ توان لري او بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لري.
عراقچي زیاته کړې، چې د ایران امنیت او ملي حاکمیت د بهرنیو فشارونو او ګواښونو پر وړاندې خوندي دی.
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو، چې ولادیمیر زېلنسکي د داووس فورم ته په خپله وینا کې د ایران د اعتراض کوونکو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ د هغوی لپاره بسنه نه کوي.


















