امير خان متقي او د ملګرو ملتونو مرستیالې د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي 

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو او ورسره پلاوي سره کتلي او د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې د ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه شوي دي.

ښاغلي متقي په دې ناسته کې د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، اقتصادي ثبات او د راستنیدونکو کډوالو د ښه مدیریت په اړه د اسلامي امارت اقدامات وړاندې کړل او ټینګار يې وکړ چې د خصوصي سکتور د ملاتړ او بشري مرستو د رسولو لپاره باید د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي او بانکي محدودیتونه لېرې کړل شي، څو اقتصادي فعالیتونه په عادي ډول دوام ومومي.

بلخوا ډي‌کارلو د راستنیدونکو کډوالو ښه مدیریت، بشري مرستو کې شفافیت او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د اسلامي امارت اقدامات ستایلي دي.

هغې د خصوصي سکتور د حمایې او د مخدره موادو د مخنیوي د کاري ګروپونو په چوکاټ کې د ګډو همکاریو ژمنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په نورو برخو کې به هم همکارۍ ته زمینه برابره شي. دواړو لورو د ناستو د دوام او د اړیکو د پراختیا لپاره د ګډې همکارۍ هیله څرګنده کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button