کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ايران يوه حکومتي چارواکي له الجزيرې ټلوېزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي، هېواد يې په بشپړ پوځي چمتووالي کې دی او د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که پر ايران برید وشي نو سخت ځواب به ورکړل شي او په سيمه کې به ټولې امريکايي پوځي اډې د هدف په توګه وبلل شي. د هغه په وينا، پر ايران هر ډول برید به د جګړې اعلان ګڼل کېږي.
په همدې حال کې راپورونه وايي، ايران خپلې جنګي بېړۍ د خليج او عمان سمندر مهمو اوبو ته استولې دي. دا ګام وروسته له هغه اخېستل شوی چې د امريکا سمندري ځواک هم سيمې ته نږدې شوی دی.
ويل کېږي بېړۍ په مهمو سمندري لارو کې ځای پر ځای شوې دي او دواړو لورو د پوځي تېروتنې له امله د تاوتريخوالي د زياتېدو اندېښنې څرګندې کړې دي.
ايراني چارواکي زياتوي، د سپاه پاسداران سمندري ځواک په دې وروستيو کې د توغنديو پوځي تمرينونه ترسره کړي دي څو خپل چمتووالی وښيي.
بل لور ته امريکا هم په سيمه کې خپل پوځي حضور زيات کړی، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تاوتريخوالي د پراخېدو وېره زياته شوې ده.


















