د یوې اوونۍ د هوا او طبیعي پېښو وړاندوینه: شمال او ختیځ کې وچکالي او ځینو سیمو کې باران او واوره

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، په راتلونکې اوونۍ کې به په ځینو شمالي او مرکزي ولایتونو کې د وچکالۍ او کمښت ستونزې دوام ولري. په ځانګړې توګه بدخشان کې وضعیت نسبي عادي دی، خو کندز، سمنګان، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او بادغیس د اوبو کمښت سره مخ دي.

يادې ادارې ويلي، چې په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د ۲۵ تر ۷۵ میلی‌مترو پورې باران او واورې احتمال شته، ځینې ختیځې سیمې به د درنې واورې لاندې راشي.

د تودوخې وړاندوینه ښيي چې شپه تودوخه به د معمول په پرتله ټيټه وي او ورځنۍ تودوخه هم ټيټه پاتې شي، له همدې امله خلکو، په ځانګړې توګه ماشومانو او زړو کسانو ته سپارښتنه شوې چې د یخنۍ له زیانونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button