کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې مېرمن روزمیري ديکارلو په مشرۍ له پلاوي سره په کابل کې وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي ثبات او د خصوصي سکټور د محدودیتونو د لرې کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
ښاغلي حقاني وویل چې د مخدره موادو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې عملي اقدامات مثبتې پایلې لرلي دي.
د ملګرو ملتونو پلاوي د افغانستان د امنیتي وضعیت او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پرمختګونه وستایل او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ.
پلاوي ټینګار وکړ چې د دوامدار تعامل ساتل به د باور فضا پیاوړې کړي او راتلونکې ناسته به د افغانستان په کوربتوب په کابل کې ترسره شي.


















