کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د اسراییل ۱۳ شبکې راپور ورکړی چې راتلونکې اوونۍ په سیمه کې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام په اړه خورا مهمه بلل کېږي.
سرچينې زياتوي، امریکايي جنرال داد کوپر د اسراییل سفر پر مهال له پوځ او استخباراتو لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د احتمالي عملیاتو لپاره یې د مهمو پرېکړو په اړه خبرې کړي دي.
د راپور له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د مستقیم پوځي برید وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو امریکا د هر ډول عملیاتو لپاره ټول اړین پوځي چمتووالی بشپړ کړی دی.
اسراییلي لوړپوړو پوځي چارواکو امریکايي لوري ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي او ویلي یې دي چې په احتمالي برید کې باید ځانګړي پوځي اهداف، په ځانګړي ډول د ایران توغندیز سیستمونه چې تر ځمکې لاندې جوړ شوي، په نښه شي.
د اسراییلي القناة 12 او 13 شبکو په وینا، د امریکا پوځي ځواکونه په سیمه کې پراخ تیاری نیولی او د احتمالي ځوابي بریدونو د مخنیوي لپاره د اسراییل او امریکا ترمنځ د ګډو دفاعي پلانونو چمتووالی روان دی.


















