د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ د بېلابېلو لارو ۳۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۳۸۸ کډوالې کورنۍ، چې ۱۶۰۱ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې شوې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.

د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۴۷۶ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۴۶ تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۹ تنه، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۱ تنه او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۹ تنه هېواد ته داخل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د شنبې په ورځ ۴۸۴ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، ۴۶۸ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي، او ۴۸۰ کورنۍ، چې ۲۶۹۶ تنه یې غړي ول، د ترانسپورټ او لېږد کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي.

همدارنګه، راستنې شویو مهاجرینو ته روغتیايي، مخابراتي، غذايي او نورو اړینو خدماتو برابرول هم په پام کې ونیول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button