کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۴۰۴ ل)
د اسلامي امارت د قلمي او فرهنګي مبارزینو د ستاینغونډې پر مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل، چې د اسلامي امارت قلمي او فرهنګي فعالیتونه په محدودو امکاناتو پیل شوي؛ خو دا مهال یې پایلې د پام وړ بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې خلک د قلمي مبارزینو کړنې څاري او له همدې امله د خلکو باور ساتل، د ژبې او قلم عفت مراعتول او د اسلامي اصولو درناوی مهم ګڼل کېږي.
متقي ټینګار وکړ، چې قلمي او فرهنګي فعالیتونه باید د مسئولیت احساس، اخلاقي چوکاټ او ټولنیز اعتماد پر بنسټ دوام وکړي، څو د ټولنې په اصلاح کې اغېزمن رول ولوبوي.
د ویلو ده،.چې یاده ستاینغونډه نن له غرمې وړاندې په ارګ کې د یو شمېر حکومتي چارواکو او مېلمنو په حضور کې ترسره شوه.


















