ایران: د امریکا او اسرائیلو د برید پر وړاندې بشپړ چمتووالی لرو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶سلواغه، ۱۴۰۴ل)

ایران وایي، چې د امریکا او اسرائیلو له‌خوا د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ پوځي او دفاعي چمتووالی لري.

د ایران لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی، که پر دې هېواد برید وشي، نو سخت او پښیمانوونکی ځواب به ورکړل شي. دوی ټینګار کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې تیار دي.

ایراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د ایران امریکا او اسرائیلو ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د سیمې شنونکي وایي، چې د دغو ګواښونو دوام کولی شي منځني ختیځ کې وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button