کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې وزارت پلان لري د ثالثي روغتونونو ظرفیتونه لوړ او امکانات یې پیاوړي کړي، څو خلکو ته په کور دننه معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي. نوموړي ټینګار کړی چې د روغتیایي قوانینو د سرغړونکو په وړاندې به قانوني چلند وشي.
وزیر زیاته کړې، چې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې کارونه پیل شوي او په بېلابېلو زونونو کې ځانګړي مرکزونه پرانیستل شوي دي. هغه همداراز وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطان د درملنې یو ځانګړی روغتون خپل خدمات پیل کړي.
جلالي وویل، وزارت هڅه کوي چې د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړ کړي او په کور دننه د درملو او تجهیزات پیاوړي کړي. هغه همداراز یادونه وکړه چې د هند سفر د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره مهم و، او هند ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د تلسیمیا ناروغانو د درملنې یو مرکز جوړ کړي.


















