کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر زېږیز کال کې له هېواده د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۳۱۷ زره او ۵۱۷ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان تازه مېوې تر ډېره متحده عربي اماراتو، ترکیې، پاکستان، یو شمېر اروپایي هېوادونو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته لېږدول شوې دي.
مسؤلین زیاتوي، چې د تازه مېوو ترڅنګ د وچو مېوو، کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو او ځینو صنعتي توکو صادرات هم زیات شوي، چې دا چاره د صادراتو د تنوع، د سوداګریزو لارو د پراختیا او د ملي تولید د پیاوړتیا څرګندونه کوي.


















