کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
حماس د اوربند د هوکړې د پاتې ژمنو د پلي کېدو لپاره پر ضمانت کوونکو هېوادونو، په ځانګړي ډول پر امریکا او منځګړو غږ کړی چې پر اسراییلو فشار راوړي څو تړون په بشپړ ډول عملي کړي.
د حماس په وینا، د اسراییلي وروستي اسیر د جسد له موندل کېدو سره نور د ځنډ کومه پلمه نه ده پاتې او باید ټولې ژمنې، له ځنډ او کمښت پرته، عملي شي.
د حماس ویاند حازم قاسم ویلي، د دوی خوځښت به د غزې د اوربند له هوکړې سره خپلې ژمنې جاري وساتي، چې پکې د اسیرانو د تبادلې بهیر بشپړول او د غزې د ادارې لپاره د ملي کمېټې د کار اسانتیا هم شامله ده.
هغه ټینګار کړی چې اسراییل باید د رفح لار دواړو لورو ته بېقیده پرانیزي، د غزې لپاره اړین توکي په کافي اندازه دننه پرېږدي، بندیزونه لرې کړي او له غزې بشپړ وتل ترسره کړي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اسراییلي اسیر د جسد د بېرته سپارلو په تړاو د حماس د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا بهیر ستونزمن و او زیاته کړې ده چې اوس باید د حماس د وسلې د ایښودو موضوع عملي شي، هغه څه چې حماس په تکرار سره ويلي چې مونږ په د هوکړې په مادو کې د وسلې ايښودلو هوکړه نده کړې او هيڅکله به خپلې وسلې تسليم نه کړي.
په همدې حال کې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې ټول اسرائيلي بنديان او جسدونه يې بېرته راګرځول شوي، او د اسراییلو پوځ ویلي د وروستي کس هویت یې تثبیت کړی او نور په غزه کې اسراییلي یرغمل، ژوندی یا مړ، نه شته.


















