کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د سلواغې پر ۲مه د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې د درنو واورو، سختو توپانونو او واورې ښوېدو له امله د پلخمري–کابل ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي یوه پایه نړېدلې او د وارداتي برېښنا دویم سرکټ پرې شوی دی.
د شرکت په وینا، د پایې د ترمیم او د دویم سرکټ د بېرته نښلولو تخنیکي چمتووالی نیول شوی، خو د لارې بندښت او خرابې هوا د کار مخه نیولې ده.
د برېښنا شرکت مسوولین وایي، له ځایي ادارو او د سالنګونو د ساتنې له مسؤلینو سره همغږي روانه ده څو تخنیکي ټیم سیمې ته ورسېږي او د هوا له ښه کېدو سره سم د بیارغونې چارې چټکې کړي. د د شرکت په وينا، دا مهال کابل ښار او د همدې مسیر اړوند ولایتونه د یو سرکټ وارداتي برېښنا ترڅنګ د اوبو، حرارتي او لمریزې سرچینو له لارې د شته امکاناتو مطابق برېښنا ترلاسه کوي.


















