کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا جوړ شوی «د سولې بورډ» (Board of Peace) هېڅ قانوني صلاحیت نه لري، او د نړیوال قانون حاکمیت له جدي ګواښ سره مخ دی.
ګوترېش د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوې غونډه کې ويلي چې یوازې د ملګرو ملتونو امنیت شورا واک لري د زور کارولو اجازه او یا بندیزي پریکړې وکړي او د نړیوالو له قوانینو رسمي ملاتړ وکړي.
ګوترېش زياته کړې، که نړیواله ټولنه د قوانینو پر چوکاټ باور ونلري، نو نړۍ به د «ځنګل قانون» پر لور لاړه شي او د نظم پر ځای به هر یو په خپل سر عمل وکړي.


















