د لوګر محمد آغې سب سټېشن او نوي برېښنا لېږد مزي د جوړولو موافقتنامه لاسلیک شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار او د غضنفر ګروپ شرکت له عمومي رئیس محمد اسماعیل غضنفر سره د لوګر محمد آغې سب سټېشن د جوړولو او له دې سب سټېشن څخه تر ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پورې د ۲۲۰ کیلوولټ نوي لېږد مزي د جوړولو موافقتنامه لاسلیک کړه. دغه سب سټېشن به د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر ظرفیت ولري.

د موافقتنامې له مخې، د لوګر ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه چې د جوړولو چارې یې روانې دي، د سب سټېشن له لارې جذب او پېرودونکو ته وېشل کېږي.

د پروژې چارې به د ۱۵ میاشتو په لړ کې بشپړې شي او ورسره به د لوګر محمدآغې ولسوالۍ صنعتي پارک او زرګونو پېرودونکو ته برېښنا خدمتونه برابر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button