د احصایې او معلوماتو ملي اداره: په مرغومي میاشت کې له ۲ زره زیات بهرنیان افغانستان ته تګ-راتګ کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان لمریز کال په مرغومي میاشت کې ۲ زره او ۳۹۶ بهرنیو وګړو د هوایي ډګرونو او بندرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی.
له دې جملې ۱۲۲۷ تنه، چې په کې ۴۳ مېرمنې هم شاملې دي، هېواد ته راغلي او ۱۱۶۹ تنه، چې په کې ۲۵ مېرمنې دي، بېرته وتلي.
د ادارې په وینا، له راغلو بهرنیانو ۱۱۸ کسان د تاریخي سیمو د لیدلو او ګرځندویۍ لپاره افغانستان ته سفر کړی او پاتې نور د کار په موخه راغلي.
تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز له بندر، د هرات هوایي ډګر، د تورخم، آقینې او حیرتان بندرونه او د بلخ هوایي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button