ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ننۍ غونډه کې د ۳۳ پروژو له جملې څخه ۲۱ پروژې د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت منظورې شوې، او په ۷ پروژو کې تعدیلونه راوستل شول. یوه پروژه بیاځلې پرانیستې ملي داوطلبۍ ته وسپارل شوه، او بله د ګټونکي شرکت د نیمګړتیاوو له امله معطل شوه.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل، له ګردیز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو لپاره د امنیه قوماندانیو د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزما قلعه او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې، د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند ولایت په ګرشک، د پروان ولایت په شینوارو، د فراه ولایت په پرچمن، د خوست ولایت په لکڼ، د تخار ولایت په ورسج، د کاپیسا ولایت په آله سای، د کابل ولایت په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یوشمېر پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button