د ایران سپاه بحري ځواک: د هرمز تنګي امنیت زموږ له پرېکړو سره تړلی او د بندولو توان يې لرو  

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) بحري څانګې ويلي، چې دا ځواک داسې پوځي وړتیاوې لري چې د اړتیا پر مهال به یې د دښمنانو پر وړاندې وکاروي.

د سپاه بحري مسؤلینو ویلي، ځینې نوې وړتیاوې به “په مناسب وخت” کې ښکاره شي، خو ټینګار یې کړی چې پر فارس خلیج بشپړ کنټرول لري.

د یاد ځواک په وینا، د هرمز ستراتیژیک تنګي امنیت د ایران له پرېکړو سره تړاو لري او هر وخت چې وغواړي بندولای يې شي زياتوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوستۍ اړیکې غواړي، خو خبرداری یې ورکړی چې که د کوم هېواد خاوره، هوايي حریم یا سمندري اوبه د ایران پر ضد وکارول شي، هغه هېواد به د دښمن د لوري په توګه وپېژندل شي.

د دوی په خبره، د تنګي د مدیریت سیستم له دودیزې طریقې څخه “په بشپړه هوښیارې بڼې” ته اوښتی، چې موخه یې د سمندري څار او کنټرول لا پیاوړتیا ده.

مربوطه مطالب

Back to top button