د سعودي ولیعهد: هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ له خاورې او فضا د ایران پر ضد کار واخلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ويلي چې هېواد به یې اجازه ورنه کړي څو د سعودي له خاورې یا هوايي حریم څخه د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام وشي.

دغه څرګندونې د سعودي دولتي اژانس “واس” د راپور له مخې د سې شنبې په ورځ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې شوې دي.

د راپور له مخې، بن سلمان ویلي چې ریاض د ایران د اسلامي جمهوریت ملي حاکمیت ته درناوی لري او نه غواړي چې د سیمې شخړې د پوځي تقابل له لارې لا پسې زیاتې شي. هغه ټینګار کړی چې سعودي عربستان د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخ کوي.

سعودي ولیعهد همداراز د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ریاض د داسې هڅو ملاتړ کوي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ کړکېچ د سوله‌ییزو لارو هوار کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button