د افغانستان او ترکمنستان بهرنيو چارو وزیرانو د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره د ویديوي اړیکو له لارې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو همکاریو او د راتلونکي کال لپاره د ګډو پروګرامونو پر پرمختګ خبرې کړي دي.

ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ یادونه کړې او ويلي دي چې د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو د لا پیاوړتیا په ترڅ کې د تاپي پروژې کار په هرات کې پیل شوی، د رېل پټلۍ او تاپ پروژې په تطبیق کې دي، او دوه‌ اړخیزې اړیکې په دوامداره پراختیا کې دي.

ښاغلي مردوف هم د دواړو هېوادونو تاریخي او دوستانه اړیکې یادې کړې او د اقتصادي پروژو په تطبیق، د چارواکو د سفرونو او راتلونکو ګډو پروګرامونو په همغږۍ ټینګار کړی او دواړو وزیرانو د سیمه‌ییزو همکاریو او مرکزي آسیا ته د تګلارې په اهمیت هم ځانګړې توجه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button