مسکو ته د احمد الشرع سفر؛ ولسمشر پوتین سره به د سوریې او منځني ختیځ په حالاتو خبرې وکړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سوریې د جمهوري دولت ولسمشر احمد الشرع مسکو ته په رسمي سفر ځي او هلته به له خپل روسیې سیال ولسمشر پوتین سره د منځني ختیځ او د سوریې پر اوسني وضعيت خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه له پیله هڅه کوي، چې د سوریې روان وضعیت عادي او مخ پر وده ولاړ شي.

د سوریې نوی ولسمشر هم چمتو دی، چې له روسیې سره خپلې اړېکې پراخې او پخواني حالت ته ورسوي.

ټاکل شوې چې سبا د سوریې ولسمشر له پوتین سره وګوري.

مربوطه مطالب

Back to top button