کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
متقاعد امریکايي ډګروال ډګلاس ماکګریګور ویلي، د امریکا یوې الوتکو وړونکې بېړۍ د یمني توغندي د احتمالي ګواښ له امله سخت او ناڅاپي مانور وکړ، چې له امله یې د ایف–۱۸ ډوله یوه جنګي الوتکه سمندر ته ولوېده.
ماکګریګور پوښتنه کړې، که د یمن له لوري ګواښونو سره د امریکا وضعیت دومره پېچلی وي، نو د ایران په څېر ستر او پوځي پلوه پیاوړي هېواد سره به احتمالي مخامخ کېدل څه پایلې ولري او څه ډول وضعیت به رامنځته شي.
نوموړي دا څرګندونې په يوه تلويزوني بحث کې کړي او د امریکا د پوځي ستراتېژۍ په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتو دي. هغه ټینګار کړی چې ایران به د دفاع حق څخه تېر نه شي او د یورانیمو د غنيکولو پروګرام به هم روان وساتي.


















