د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۲۵۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره شوي 

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارې ۲۵۵ کډوالې کورنۍچې ۱۴۶۵ تنه یې د کورنیو غړي وو په اجباري ډول راستانه شوي او اړينې مرستې ورسره شوي دي.

د راپور له مخې، ۳۵۸ کورنیو ته مالي مرستې ورکړل شوې او ۵۰۱ عدده سیمکارتونه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستو سره وېشل شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو ته په سیمه کې د مېشتېدنې لنډمهاله اسانتیاوې او د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی، څو د راستنېدونکو اسانتیاوې او ملاتړ په بشپړ ډول یقیني شي.

مربوطه مطالب

Back to top button