کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار مسوولینو ویلي، د یاد ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوې کوټې د چت د نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي او یو کس ټپي شوی دی. پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ښار د اوومې ناحیې اړوند «غوچکو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې په مړو شویو کسانو کې شپږ ماشومان او یوه مېرمن شامل دي، او پلار یې ټپي شوی دی. دې کور نهر ته نږدې موقعیت درلود او مخکې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و.


















