کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ویلي چې د کندز د قبايلو چارو رياست مسؤلینو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د یاد ولایت په مرکز کې د درې کلنې شخړې هواري ته رسېدلي، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی و او ترمنځ يې ګڼې ناندرۍ روانې وې.
همداراز، د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو هم د دوو هغو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وکړه، چې د تېرو دوو کلونو راهیسې یې راشه درشه او اړیکې نوې پاتې شوې.
د اسلامي امارت مسؤلینو د شخړو د هواري پر مهال ولسونه د يووالي، ورورولۍ او ګډ سولهییز ژوند ته رابللي، او له خلکو یې غوښتي چې د تربګني، دښمني او ځان ځانۍ څخه ډډه وکړي او ژوند په مینه او ورورولۍ کې تېر کړي.


















