د کلوله پشتې کلا او د پنبې کمپلکس د پانګونې طرحې د بین‌الوزارتي کمېټې غونډه کې وڅېړل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د کابل ولایت د کلوله پشتې کلا د پانګونې د طرحې په اړه بحث وشو، چې د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په ساتنه، د حساسو تونلونو په پام کې نیولو، شنې ساحې، عامه او تفریحي ځایونه او اړینې اسانتیاوې پکې شاملې وې.

همدارنګه، په غونډه کې د پنبې د کښت او پروسس لپاره د یو کرنیز او صنعتي جامع کمپلکس د جوړولو طرحه هم وړاندې شوه، څو د تولید او صنعت د پراختیا په برخه کې ګټورې هڅې وشي.

د بحث وروسته، د اړوندو وزارتونو استازو ته دنده وسپارل شوه چې په مختلفو ولایتونو کې د دې پروژو لپاره مناسبې ځمکې وټاکي او خپل راپور د ټاکل شوې نېټې په ترڅ کې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button