د ملي دفاع وزارت لوړ رتبه پلاوي د سیمه‌ییز امنیت لپاره روسیې ته رسمي سفر کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ معینیت معین، مولوي محمد قاسم «فرید» په مشرۍ، یو لوړ رتبه پلاوي روسیې هیواد ته رسمي سفر وکړ. په دې سفر کې د یاد پلاوي او د روسیې سیال واسیلي اوسماکوف ترمنځ لیدنې او خبرې اترې وشوې.

په رسمي لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر ګڼو مهمو امنیتي موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشول، چې پکې د سیمه‌ییز امنیت، د متقابلې همکارۍ پراختیا او د امنیتي ننګونو د مخنیوي لارې چارې شاملې وې.

د دواړو لوریو له‌خوا د دوامدارو اړیکو او همکارۍ پر اهمیت ټینګار شوی، او ژمنه شوې چې په راتلونکې کې به د امنیتي، دفاعي او سیمه‌ییزو موضوعاتو په برخه کې نږدې همغږي روانه وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button