د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو اعلان کړی، چې د لوړو پوځي سپارښتنو له مخې یې ۱۰۰۰ ستراتیژیکې بې‌پیلوټه الوتکې (په‌پادونه) د پوځ د څلورو ځواکونو د عملیاتو په سازمان کې شاملې کړې دي.

د راپورونو له مخې، دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې د امریکا پوځي ګواښونه زیات شوي دي.

د ایران د پوځ قومندان کل، امیر حاتمي، ویلي، چې د راتلونکو احتمالي ګواښونو پر وړاندې د چټک، قوي او اغېزمن ځواب وړتیا ساتل او د پوځ د ستراتیژیکو برتريو پیاوړتیا د پوځ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

هغه ټینګار کړی، چې د بې‌پیلوټه الوتکو دا نوې ډله به د ایران د دفاعي ځواک په لوړولو او د هر ډول احتمالي یرغل په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button