سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران د اسلامي انقلابي ځواک د تازه سمندري تمرینونو په اړه خبرداری ورکړی چې دا تمرینونه باید په خوندي او مسلکي ډول ترسره شي او د نړیوالو سمندري لارو او تجارتي بېړیو لپاره خطر رامنځته نکړي.

ایراني چارواکو ويلي، دغه تمرینونه به د هرمز په تنګي کې د جګړې شرایطو ته ورته عملیات ترسره کړي او دوه ورځې به دوام لري.

سنتکام ټینګار کړی چې هر ډول غیر مسلکي یا خطرناک چلند د امریکا او سیمه‌ییزو شریکانو د بېړیو، الوتکو او نظامي ځواکونو لپاره د تصادم، تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ لامل ګرځيدلای شي.

راپور کې د ويل شوي، چې امریکا د خپلو ځواکونو او وسایطو خونديتوب تضمینوي او د هر ډول غیر مسلکي اقدام پر وړاندې به بې‌پروا پاتې نه شي.

په پای کې سنتکام ویلي چې د امریکا پوځ په نړۍ کې تر ټولو فني او قوي ځواکونو څخه دی او د نړیوالو معیارونو سره سم به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، او له ایران غوښتنه شوې چې خپل سمندري تمرینونه هم په مسلکي او خوندي ډول ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button