کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۱ میلیارد ډالره وه. دا ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې په تېرو کلونو کې په پراخېدو دي.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله سوداګري د دواړو هېوادونو ترمنځ ۸۴.۴ سلنه لوړه شوې ده، چې دا د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زياتوالي نښه ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، دغه پرمختګ د دواړو هېوادونو لپاره د پانګونې، وارداتو او صادراتو په برخو کې د فرصتونو د زیاتوالي ښکارندویي کوي او د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.


















