د ترکيې ډیپلوماتیک ماموریت نوي مشر د بهرنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
نن په کابل کې د ترکیې جمهوریت د ډیپلوماتیک ماموریت نوي مشر، ښاغلي سادین آی یلدیز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وکړې او د افغانستان او ترکیې د دوستانه اړیکو ارزښت په ګوته شو.
ښاغلي متقي د ترکیې جمهوریت د افغانستان نږدې دوست وباله او د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ یې ستایلی، همدارنګه یې د سادین آی یلدیز د بریا هیله څرګنده کړه.
په ورته وخت کې، ښاغلي سادین آی یلدیز هم د دواړو هېوادونو اړیکې مثبتې وبللې او په ځانګړي توګه یې د اقتصادي او روغتیایي همکاريو د پراختیا ټینګار وکړ، څو د افغانستان او ترکیې ترمنځ همکارۍ لا پسې ژورې شي.



