د ليبيا د پخواني مشر زوی سیف الاسلام قذافي په الزنتان ښار کې په خپل کور کې ووژل شو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ليبيا د پخواني مشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام القذافي د سه شنبې په ورځ په الزنتان ښار کې په خپل کور کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.
د هغه سیاسي سلاکار او د کورنۍ سرچینو د هغه د مړینې خبر تائید کړی، خو د بریدګرو هویت او د برید دلیل لا معلوم نه دی، او تحقیقات روان دي.
راپور زیاتوي چې څلور نقاب پوشه کسان د هغه کور ته ننوتل او د امنیتي کمرو فعالیت یې بند کړ. د پېښې پر مهال د سیف الاسلام او بریدګرو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه، او د برید څرنګوالی ښيي چې ښايي ځانګړو پوځي یا کمانډو ځواکونو په کې لاس درلود.
د سيف الإسلام سیاسي ټیم د نوموړي د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د عدالت د تامین او د پېښې د غچ اخیستلو هڅې به وکړي.
سیف الاسلام په تېرو کلونو کې د پلار د ځای ناستي په توګه ګڼل کېده او د ۲۰۱۱ کال د انقلاب په تړاو د بشري حقونو د جرمونو له امله د نړیوالې جزايي محکمې لخوا هم غوښتل کېده.



