پیښور ته نږدې ۱۱ داعشیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
سرچینې وايي چې د پېښور ښار ته نږدې د خیبر ضلعې اړوند د باړې په قمبرخېلو سیمه کې وړمه شپه د داعش ډلې پر یوه پټنځای برید شوی، چې له امله یې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
المرصاد ته باوري سرچینو ویلي، دغه برید د باړې د شنکو په سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ترسره شوی. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ډېری د بهرنیو هېوادونو اتباع وو، چې تېر کال د نومبر په وروستیو کې د جبار مېلې په سیمه کې د دوی پر مرکزونو له ډرون بریدونو وروسته دې سیمې ته لېږدېدلي وو.
سرچینې زیاتوي، د باړې شنکو سیمه د پېښور له حیات اباد څخه یوازې څو کیلومتره واټن لري او پرې برید شوی پټنځای ته نږدې، شاوخوا درې کیلومترۍ کې د پاکستاني پوځ پوستې هم موقعیت لري.
د معلوماتو له مخې، د بلوچستان ایالت کې د مستونګ په سیمه کې د داعش مرکزونو له ختمېدو وروسته، دغې ډلې خپل تمرکز خیبر ضلعې ته اړولی دی. ویل کېږي چې له مستونګ څخه تښتېدلي داعشیان هڅه کوي د خیبر په غرنیو سیمو کې خپل فعالیتونه بېرته منظم او پیل کړي.
تر اوسه د یادې پېښې په اړه پاکستاني چارواکو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



