زابل کې د افغان مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په زابل ولایت کې د شیخ متي بابا مهاجرینو ښارګوټی د سیمه ییزو مسولینو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د پرانیستې په دغو مراسمو کې د یاد ولایت د مقام د دفتر رئیس قدرت الله بدري وویل: دغه ښارګوټی نږدې ” ۴۳۳۰ ” جریبه پراخوالی لري او ۵ زره نمرې د راستانه شویو مهاجرینو لپاره په پام کې نیول شوې دي، چې روغتیایي مرکزونه، جوماتونه، ښوونځي، مدرسې، دارالعلوم، تفریحي پارکونه، لوبغالي، سوداګریز مرکزونه او نورې اسانتیاوې پکې شاملې دي.
د یاد ښارګوټي نمرې به ( چې یوه نمره یې پنځه بسوې مساحت لري) له طرزالعمل سره سم پر راستانه شویو مهاجرینو ووېشل شي.



