فراه ولایت کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې او آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز په پنځمه ناحیه کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
د دې عملیاتو په لړ کې، یو فیر د هاوان مرمۍ، درې فیره د راکيټ مرمۍ او یو عدد PD-MJ1 ډول فیوز، چې د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی وو په خوندي توګه له منځه یوړل شول.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول چاودېدونکي او مشکوک توکي د لیدلو په صورت کې دې ژر تر ژره له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، چې تر څو یې د له منځه تلو لپاره پر وخت اړین اقدامات ترسره شي.



