پاکستان ته د خلیفه حفتر سفر؛ له عاصم منیر او نورو پوځي چارواکو سره یې کتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د لیبیا د حکومت مخالفو ځواکونو مشر جنرال خلیفه حفتر پاکستان ته سفر کړی او د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر (جي‌ایچ‌کیو) کې یې د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر او نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدلي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو لیدنو کې دواړو لورو پر پوځي همکاریو او امنیتي اړیکو خبرې کړې دي.

سرچینې وایي چې پاکستان حفتر ته د همکارۍ او هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

جنرال خلیفه حفتر د لیبیا د مرکزي حکومت مخالفو ځواکونو مشري کوي، ویل کېږي چې پاکستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې د حفتر تر مشرۍ لاندې ځواکونو باندې پلورلې دي.

حفتر د بشري حقونو د ځینو بنسټونو له خوا د لیبیا په جګړو کې د ملکي وګړو په وژنو کې په ښکېلتیا تورن شوی.

راپورونه ښيي چې متحده عربي امارات او یو شمېر نور هېوادونه هم د هغه ملاتړ کوي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د لیبیا مرکزي حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت پېژندل شوی او له ترکیې سره پوځي تړون لري.

مربوطه مطالب

Back to top button